د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې ۳۶ عنوانه علمي او څېړنیزې پروژې تایید او تصویب شوي دي
د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بېلا بیلو علمي او څېړنیزو برخو کې د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره لس کلن پلان جوړ کړی، چې په هغه کې د علومو په بېلابیلو څانګو کې د څېړنیزو مسایلو په طرحه کولو سره شاوخوا ۱۰۰۰ علمي او څېړنیزې پروژې تصویب او چارې یې پیل کړي دي