په اساسي قانون کې راغلې لویه جرګه د پرېکړه کولو عالي مرجع او یا نورې مشورتي جرګې، د خلکو د لیدلوري د اخیستلو لپاره اغېزمنه لاره ده.

په اساسي قانون کې راغلې لویه جرګه د پرېکړه کولو عالي مرجع او یا نورې مشورتي جرګې، د خلکو د لیدلوري د اخیستلو لپاره اغېزمنه لاره ده.
له هغه ځایه چې مشوره له دیني اړخه هم یو منل شوی امر دی او په نننۍ نړۍ کې هم د چارو د بهبود لپاره سلا یو مهم اصل ګڼل کېږي. د ثبات او همپالنې ټیم د افغانستان د دې مهمې مسالې د اهمیت په درک کولو سره په سلا کولو باورمند او ټولو سیاسي او پرېکړه کوونکیو طرفونو ته یې په مختلفو پړاوونو کې توصیه کړې ده.
له څه وخت راهیسې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې جوړولو په اړه تصمیم نیول شوی، چې د یوشمېر کسانو په توظیف کولو سره یې د تطبیقي پړاو ځينې برخې هم مخ ته وړي دي.
موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د «سولې مشورتي جرګې» تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.
ډاکټر عبدالله عبدلله


کد خبر: 4084