د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسه پرون مازیګر د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، د ملي امنیت د عمومي رییس او د سیمه ییزو ارګانونو د معین په حضور کې دایر شوه.

لومړی د امنیتي او دفاعي سکټور رهبرۍ د هېواد د مختلفو ولایتونو د امنیتي وضعیت راپور جلسې ته وړاندې کړ او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېوادوالو د امنیت تامین ته بشپړ چمتو والی لري.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار د امنیت تامین، له وطن د دفاع او د افغانستان له دښمنانو سره د مبارزې برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او د لا زیاتو امنیتي تدابیرو پر نیولو یې ټینګار وکړ.

کد خبر: 4119