د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د بهرنیو چارو وزارت سیاسي، منابعو او ادارې او اقتصادي چارو مرستیالانو سره جلا جلا وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د بهرنیو چارو وزارت سیاسي، منابعو او ادارې او اقتصادي چارو مرستیالانو سره جلا جلا وکتل.
د دید خبر آژانس په رپوت، په دغو کتنو کې چې په ارګ کې ترسره شوې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو په یاد وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په اړه خپلې اصلاحي طرحې جمهوررئیس ته تشریح کړې.
جمهوررئیس غني د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو د اصلاحي طرحو وړاندې کولو مننه وکړه وې ویل، دغه طرحې په مفصل ډول مطالعه کېږي او ډېر ژر به د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو سره په ګډه غونډه کې په دې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا په اړه جدي تصامیم ونیول شي او لازمې لارښوونې به وشي.


کد خبر: 4228