د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د ایران اسلامي جمهوریت د نوي سفیر بهادر امینیان او همدارنګه فلیپ برونچان، ساکیب فوریک او پاولونویس پوسینهو د بلجیم، بوسنیا هرزګوینا او پرتګال نااستوګنوسفیرانو باورلیکونه په جلا تشریفاتي مراسمو کې ومنل.

په دغو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان هم حضور درلود، جمهوررئیس د یادو هیوادونو سفیرانو ته د نویو دندو د مبارکۍ پر مهال، د افغانستان او ایران، بلجیم، بوسنیا هرزګوینا او پرتګال هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او دغه هیوادونه یې د افغانستان ښه ملګري او همکار وبلل.

کد خبر: 4263