د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د کابل ښار بېلابېلو اصنافو سره د خپلو کتنو په لړکې د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس او غړو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او ستونزې واورېدې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د کابل ښار بېلابېلو اصنافو سره د خپلو کتنو په لړکې د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس او غړو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او ستونزې واورېدې.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه او د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح، لوی څارنوال، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د ملي امنیت رئیس هم حضور درلود، په پیل کې د افغانستان د صرافانو د سرتاسري شورا رئیس قاضي میرافغان او د دغې شورا ویاند عبدالرحمان زیرک په بېلابېلو برخو کې د صرافانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
دوی اقتصادي ودې، د سولې پروسې، د ځمکې غصب او فساد د مخنیوي په برخو کې د حکومت له برنامو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ وې ویل، موږ یواځې صرافان نه، بلکې صنعتکاران او تاجران هم یوو. صرافانو ډېرې فابریکې ایجاد کړي او د افغانیو د ترویج برخه کې موتل هلې ځلې کړي.
دوی همدا راز د خپلو اساسي ستونزو شپاړس موارد له هغې جملې د صرافانو د امنیت او اختطاف ستونزې، د افغانستان بانک د یو شمېر قواعدو، لایحو او مقرراتو د تعدیل، د صرافانو دوسیو ته د پاملرنې، د تجارتي پاسپورت د وېش، د جوازونو د دوباره وېش، د وسلو د جواز، د غیر مسوولو وسله والو چې د صرافانو د ځورولو لامل کېږي، په ځینو مواردو کې د پولیسو او عدلي او قضایي بنسټونو د غیرمسلکي چلند، د پیسو لېږد کې د ستونزو او د افغانستان بانک او اقتصاد عالي شوراګانو کې د صرافانو د استازي د حضور په اړه خپلې غوښتنې او ستونزې بیان کړې.
جمهوررئیس غني د صرافانو د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته وویل، ستاسې ستونزې جدي دي. عاجلو او جدي اقداماتو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د افغانستان اساسي قانون ناوړه ګټې اخیستنې او زورواکۍ ته اجازه نه ورکوي.
جمهوررئیس په ټینګار سره اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د ټولو نیول شویو صرافانو قضایاوو ته عاجله رسیدګي وشي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د لوی څارنوالۍ په همکارۍ دې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت له لورې سړي تښتونې سره د مبارزې په موخه یو ځانګړی ګروپ جوړ شي، ترڅو د پانګوالو په ځانګړي ډول د صرافانو دغه جدي ستونزه ژر تر ژره حل شي.
جمهوررئیس غني له لوی څارنوالۍ څخه د درندو جرمونو د مدیریت په برخه کې د واضح قوانیو او اصولو غوښتونکی شو او وې ویل: د صرافانو اړوندو قضیو ته دې د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې رسېدنه وشي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د صرافانو ستونزو د حل په موخه به د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو، د افغانستان بانک او لوی څارنوالۍ سره غونډه جوړه کړو او له صرافانو سره په غونډه کې به د خپلو اقداماتو صریح پایلې شریکې کړو.


کد خبر: 4272