د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان، جمهوررئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان، جمهوررئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله
د دید خبری آژانس په رپوت، د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.
په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ابوظبۍ ولیعهد هیله وښوده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ریاست په دویمه دوره کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې لازیاتې پیاوړې شي.


کد خبر: 4349