د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره ولیدل .

د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره ولیدل
د ملی امنیت شورا سلاکار د دفتر راپور له مخی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د هغه هیواد سفارت له شارژدافیر راس ویلسون سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د هیواد د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت خبرې وشوې.
دغه راز پر دې هم بحث وشو چې، څه ډول باید د سولې لپاره له ایجاد شوی فرصت نه په غوره توګه استفاده او راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي.


کد خبر: 4387