د هيواد په نافذه قوانينو کې د تسجيل سوي صراحت سره سم د ولسمشريزو ټاکنو پايلې د مس‌ؤلې مرجع لخوا اعلان سوې. موږ د دغه ټاکنو په پايله کې د هېواد د ولسمشر په توګه د جلالتمآب محمد اشرف غني له ټاکل کېدو څخه ملاتړ کړی دئ

د هيواد په نافذه قوانينو کې د تسجيل سوي صراحت سره سم د ولسمشريزو ټاکنو پايلې د مس‌ؤلې مرجع لخوا اعلان سوې. موږ د دغه ټاکنو په پايله کې د هېواد د ولسمشر په توګه د جلالتمآب محمد اشرف غني له ټاکل کېدو څخه ملاتړ کړی دئ. موږ د ډيموکراټيکي پروسې د تکامل له نظره او له نظام څخه د ملاتړ په پار د ټاکنو پروسه نوره بشپړه سوې ګڼو. له ټولو سياسي خواوو څخه غوښتنه کوو چې په دې حساس پړاو کې د نظام تر شا و دريږي، او د جلالتمآب محمد اشرف غني د وینا سره سم د ټولشموله حکومت په اډانه کې د نظام د تقويې په منظور يو ځای سي تر څو د سولې د پروسې د برياليتوب، د سياسي اجماع د رامنځته کولو او د کرونا وېروس سره د مبارزې د پاره په ګډه لاس پکار سو تر څو ملي ګټې خوندي، نظام مو دوام لرونکی او ولسونه مو د کرونا له ناوړه اغېزو څه امان پيدا کړي.


کد خبر: 4448