دا چې په دې وروستیو کې د حکومت او پارلمان تر منځ اړیکې په ښه کېدو دي او د دری ګونو قواوو تر منځ د باور او متقابل اعتماد فضاء خورا پیاوړې شوې ده؛ متأسفانه ځینې کړۍ دغه حسنه اړیکې نشي زغملی او د له منځه وړلو هڅې یې کوي. له همدې امله یو شمېر کسانو ادعا کړې چې ګواکې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د نوماند وزیرانو د بریالي کېدو په پار ځینو وکیلانو ته پیسې ورکړې دي. په پارلماني چارو کې د دولت وزارت خپلې ورځنۍ چارې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې پر مخ وړي او ټوله هڅه یې دا ده چې د درې ګونو قواوو په ځانګړې توګه د مقننه او اجراییه قواوو تر منځ د باور فضاء لا پیاوړی او د ټینګښت په پار یې کوټلي ګامونه اوچت کړي

دا ادعا داسې مهال کېږي چې نن د ملت په درانه کور کې د نوماند وزیرانو لپاره د رایې ورکولو پروسه روانه ده او له همدې کبله یو شمېر کسان د یادې پروسې د مختل کېدو هڅې کوي. په پارلماني چارو کې د دولت وزارت یاده ادعا په کلکه ردوي او دا ډول تبلیغات د هغو دښمنانو کار بولي چې د ګران هېواد پرمختګ، سوکالي او قانونمند کېدل نشي زغملی. د جلالتمآب جمهور رییس د مستقیم هدایت او فرمان مطابق هېڅ نوماند وزیر نشي کولی په یوازې توګه له وکیلانو سره وګوري او که چېرې دا په اثبات ورسېږي چې کوم نوماند وزیر چا ته پیسې ورکړې دي، نو په کابینه کې به خپل عضویت له لاسه ورکړي.
پورته مواردو ته په کتو؛ په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د دری ګونو قواوو تر منځ د یوه پُل حیثیت لري چې صلاحیتونه او مسوولیتونه یې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې روښانه شوي دي.


کد خبر: 4677