د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزيز کاملوف سره وکتل.

د ملی امنیت د شورا دفتر د راپور پر بنست، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب، نن سه‌شنبه د کب ۵مه د غرمی مخکی، د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه‌اړخيزو موضوعاتو خبرې وکړې او پر دې يې هوکړه وکړه چې د امنيت، پيوستون، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې به همکارۍ زیاتې کړي.

دغه راز وويل شول چې افغانستان او ازبکستان به له تروريستي تهديدونو، افراطيت او د نشه‌يي توکيو له سوداګرۍ سره په ګډه مبارزه او همکاري وکړي.


کد خبر: 4823