منبع: تاند
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې پرون (یکشنبه) په یوه راپور کې ویلي چې طا-لبانو د کابل او نورو ښارونو تر نیولو مخکې په هغو کې پټې شبکې لرلې او د ښارونو په نیولو کې یې مهم رول ولوباوه.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې چې (Yaroslav Trofimov) او (Margherita Stancati) لیکلی، راغلي چې د طا-لبانو پټو کسانو به عموماً ږیرې خرېیلې، کاوبای پتلونونه به یې اغوستل او د لمر عینکې به یې په سترګو وې. دوی کلونه د افغانستان د حکومت په وزارتونو، پوهنتونونو، سوداګري مرکزونو او موسسو کې کار کاوه.

خو کله چې د اګست په میاشت کې امریکايي پوځیان ووتل، دا پټ فعالان په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې ښکاره شول؛ خپل ګاونډیان او همکاران یې حیران کړل. خپلې پټې کړې وسلې یې راوایستې او پر ښار د کنټرول لپاره یې له داخله له طا-لبانو سره مرسته وکړه.
د ورځپاڼې د راپور په دوام کې راغلي، هغه اساسي رول چې دغو کسانو یا دې پټو شبکو لوبولی، له افغانستانه د امریکايي يوځیانو له وتلو درې میاشتې وروسته اوس څرګندېږي.
د طا-لبانو یو مشر مولوي محمدسلیم سعد، چې د طا-لبانو تر واکمنېدو مخکې یې په پلازمېنه کابل کې د انتحاري او هدفي بریدونو مسوولیت درلود، وايي چې دوی په هره اداره او موسسه کې ایجنټان لرل. هغو کسانو چې له وړاندې په کابل کې اوسېدل د کابل د نیول کېدو په ورځ د ښار د حساسو او ستراتیژیکو برخو کنټرول په لاس کې واخیست.
مولوي سعد، چې د حقاني شبکې په بدري ځواک پورې اړوند دی، وايي؛ حتي په هغه دفتر کې، چې اوس دی په خپله مشر دی، یعني د کابل د هوايي ډګر د امنیتي قوماندانۍ مرکز، کسان لرل.
د بدري ځواک یو قوماندان محمدرحیم عمري، چې په پټه یې په کابل کې طا-لبانو ته کار کاوه، په دې ښار کې د موبلایلو کاروبار کاوه. دی وايي چې له ۱۲ تنو نورو سره یې د اګست په ۱۵ مه د ښار په ختیځ کې د افغانستان د ملي امنیت یو دفتر ونیوه، د هغه کارکوونکي یې بې وسلې کړل او پرې یې نه ښودل چې کمپیوټرونه او اسناد له منځه یوسي.
مولوي عمري وايي چې بدري ځواک بېلابېلې دندې پر مخ وړلې، یوه برخه یې وسله وال جنګیالي وو، بلې برخې یې د بسپنې یا چندې ټولولو مسوولیت درلود او یوه برخه په تبلیغاتو بوخته وه.
عمري، چې اوس د کابل د دوولسمې ناحیې د پولیسو قوماندان دی، وايي چې دا درې برخې اوس سره یوځای شوي دي.
بدري ځواک د بدرالدین حقاني له لوري، چې په ۲۰۱۲ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، تاسیس شوی دی. اوس دا ځواک د نوموړي د ورور سراج الدین حقاني تر قوماندې لاندې دی چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی.
کامران ته، چې نه غواړي تخلص یې څرګند شي، د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ورسپارل شوی و.
۳۰ کلن کامران، چې د وردک ولایت اوسېدونکی دی، وايي چې په ۲۰۱۷ کې هغه مهال طا-لبانو ته جذب شو چې په عربي ژبه کې یې ماستري کوله.
دی ادعا کوي چې په راوروسته کلونو کې یې ۵۰۰ تنه جذب کړل چې اکثره یې محصلان ول.
ده، د دې لپاره چې افشا نه شي یا شک پرې ونه شي، ږیره وهله.
کامران دا هم وايي چې ګڼ ملګري یې ونیول شول خو دی له دې سره سره چې د هغو مشري یې کوله، ونه نیول شو.
اکثره کسان، چې کامران یې پېژانده، همداراز د ده استادان او ټولګیوال اوس خبر شوي چې نوموړی د طالبانو غړی و.
د لوړو زده کړو وزارت ګڼ کارکوونکي او د پوهنتون ټول مامورین چې ما پېژني، په دې حیرانه شول چې ورته څرګنده شوه زه د کابل د څو پوهنتونونو د طا-لبانو د امنیت مشر یم.»
د وال ستریټ ژورنال پر اساس، طا-لبانو دې ته ورته شبکې په نورو ښارونو کې هم فعاله وې. د افغانستان په دوهم ستر ښار کندهار کې د پوهنتون استاد احمدولي حقمل وايي، وروسته له دې چې په شرعیاتو کې یې لیسانس واخیست، په ځلونو یې له طا-لبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت پر ضد د وسله والې جګړې اجازه ورکړي.
«زه تیار وم چې کلاشینکوف واخلم ځکه چې هیڅ افغان د خپل هیواد اشغال نه شوای زغملی. خو زموږ مشرانو موږ ته وویل چې دلته مه راځئ، همالته اوسئ، په پوهنتونونو کې کار وکړئ ځکه چې هغه هم زموږ خلک دي، رسنۍ او دنیاوال یې تېرباسي.»
د ورځپاڼې پر اساس، طا-لبانو وروسته حقمل هند ته ولیږه چې ماستري وکړي. له هند څخه تر راستنېدو وروسته یې په کندهار کې د کسانو جذب او د طالبانو لپاره تبلیغاتو ته ملا وتړله. د کابل له پرزېدو وروسته نوموړی د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویندوی شو.
افغان مدافع وکیله فرشته عباسي وايي، ډېر وخت یې پر یوه سړي چې له دې سره یوځای یې د کابل هوايي ډګر ته نژدې په باران کمپ کې کار کاوه، شک درلود. په دې کمپ کې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو له لوري د تمویلېدونکو پروژو دفترونه وو.

اغلې عباسي، چې اوس په لندن کې ده، وايي، د کابل د سقوط په ورځ همدا سړی په تلویزیون کې ښکاره شو، کلاشینکوف یې په لاس کې و. په حقیقت کې هغه د طالبانو قوماندان و. «د ده په لیدو وبوږنېدم.»



کد خبر: 4989