غلام ناصر خاضع د غور والي له ۸ صبح ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې تر وخته مخکې د نجونو ودول په غور کې ډېر دي او ان په روڼي کې نجلۍ ودېږي.

په دې ځانګړې مرکه کې ښاغلي خاضع د داعش د ګواښونو په باب خبرې کړې دي او وايي، چې یوه ډله د داعش په نامه په غور کې فعالیت کوي، چې د ډي ډي آر په  پروسه غیروسله شوي او اوس د دولت پر خلاف اقدامات کوي.

د غور والي په دې مرکه کې په غور کې د قومي ستونزو په باب خبرې کړې دي او وايي چې دلته د ځینو ډلو ژوند یوازې په جګړو او تاوتریخوالي روان دی او په دې چار کې خپلې ګټې لټوي.

هغه همدا اراز ټینګار کړی، چې تر ملي وحدت حکومت مخکې په دې ولایت بیخي د  بیارغاونې چارې نه دي شوي او د ملي وحدت حکومت هم لا تر اوسه څه نه دي کړي.


کد خبر: 3267