په دې څو روستیو ورځو کې په کابل او نورو ښارونو کې ولسي اعتراضونه په ډېرېدو دي . دا اعتراضات هغه مهال را دبره شول، چې په کابل زنبق څلور لارې کې په یوه چاودونه کې په سلګونه تنه وګړي، ټپیان او مړه شول .

تردې پېښې روسته، کابل ښاریانو په ډله ایزو اعتراضاتو لاس پورې کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې په امنیتي بنسټونو کې دې بنسټیز بدلونونه راولي . دکابل مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه او د امنیتي ځواکونو د ډزو له لامله ۷ تنه مړه او تر ۱۰ ډېر ټپیان شول .

د کابل اوسنۍ مظاهرې په منظمه توګه د جنیش تغییر رستاخیز په نامه پر مخ بوځي او د کابل په ځینو ځایونو کې یې خیمې هم درولي دي .

په همدې باب، حلیم شایګان، د خبرګزاري دید خبریال، له عبدالطیف پدرام ، د حزب کنګره ملي او د ولسي جرګې له غړي سره مرکه کړې ده.

دید: ښاغلی پدرام! لومړۍ پوښتنه مې داده، چې د ملي وحدت حکومت مو له نظره مشروع دی که نامشروع؟

پدرام: زموږ له نظره د ملي وحدت حکومت نامشروع دی . د ملي وحدت د حکومت د اعلان پر سبا ورځ ما د لویې جرګې په خیمه کې د لومړي اپوزیشن په نامه د افغانستان خلکو ته پیغام دا و، چې ملي وحدت حکومت نامشروع دی  او په عین حال کې د اساسي قانون پر خلاف دی .

دید: نه مشروعیت یې په څه کې دی؟

پدرام: د سیاسي علومو له نظره، د یوه نظام مشروعیت په درې سرچینو کې دی . دولت کولای شي خپل مشروعیت د  اساسي قانون له مجرا، ټاکنو او یا هم  له عمومي وګړیو واخلي . ملي وحدت حکومت د قانون پر خلاف دی، موږ په اساسي قانون کې  اجرایه ریاست او صدراعظم نه لرو.

دید::موجوده حالات څنګه ارزوئ؟ په خیمو کې ناسته به څه پایلې ولري؟

پدرام: په خیمو کې ناسته د افغان ولس قانوني او اساسي حق دی . خلک د عدالت غوښتو او په زنبق څلورلارې کې د چاودنې رټنې لپاره مظاهره وکړه. خو دولت یې غوښتنوته د غوږ نیوو پر ځای، ډزې پرې وکړې. دا د خلکو طبیعي حق دی، چې راشي او دا کړنه وغندي.دا غوښتنه پر یوه سیاسي غوښتنه اوړېډلې ده او په نهایت کې به  دا غوښتنه د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون غوښتنه شي.

 

دید: له خیمه مېشتو سره، چې لومړی تاسې هم ورسره وئ، غوښتنه یې د ملي امنیت د سلاکار؛ حنیف اتمر ګوښه کول وو، ویل کېږي، چې ځینو له دولت او حنیف اتمر په ملاتړ د کابل په هوتخیلو کې خیمې درولي دي، آیا دا کار به د خلکو ترمنځ قومي درزونه ډېر نه کړي او بې نظمي به ډېره نه کړي؟

پدرام: موږ له خیمه مېشتو سره له لومړۍ ورځې یو ځای وو،اوس هم ورسره یم او او ورسره یو به. زه هره شپه خیمو ته ورځم او خلکو ته وینا کوم او  ځوانان هڅوم، چې له خپل حقه دفاع ته ودرېږي. په عین حال کې په دولت پورې تړلي احزاب هم خیمې دروي او موږ په دې کار کې کوم قومي درز نه وینو .

دید: خو رامنځ ته شوی دی!

پدرام: داچې رامنځ ته شوی، خیمه مېشتو نه دی رامنځ ته کړی. په ټولنه کې نارضایتي، ټولینزه، ملي او قومي بې عدالتي شتون لري. طبیعی ده، چې کله جریانونه بڼه مومي او عمومي اعتراضونه راپورته کېږي، نو حکومت هم کوښښ کوي، چې دا اعتراضونه منحرف وښيي او ووايي، چې دا قومي مسایل دي. طبیعي ده، چې قومي مسایل شته دی .

په روښنايي غورځنګ کې  و او په دې غورځنګ کې هم شته دی؛ خو قومي عدالت غوښتنه، په افغانستان کې ملي ستمګرۍ د عادلانه حل لپاره مبارزه یو څيز دی او قومي مسلو ته لمن وهل بل څیز دی . اوس موږ قومي اختلافاتو ته لمن نه وهو. موږ قومونو ته عدالت مطرحوو.دا دولت دی، چې تاسې کله کومه خبره کول غواړئ؛ نو وايي، چې دوی قومي عمل کوي . اصلا قومي بحث نه دی یو عدالت غوښتونکی بحث دی. په یوه ونۍ کې ۲۰۰ تنه شهیدان شول او خلک هم راغلل او وايي، چې دا رژیم کفایت نه لري. د رژیم دنده د خدماتو عرضه کول دي او یو له مهمو خدماتو ځنې، امنیتي خدمات دي او دولت باید د هېوادوالو امنیت ټینګ کړي، چې نه یې شي کولای.ان دوی خپل امنیت هم په سمنټي دېوالونو او سیم خاردارانو نیسي. داچې تبلیغات کېږي، چې دا حرکتونه قومي دي، دا په دولت کې د یو لړ مغرضو کړیو تبلیغات دي، که قومي دی؛ نو ولې یې نوم نه اخلي؟ ولې عمومي خبره کوي؟

دید: تاسې دا پوښتنې له هغوی سره مطرح کړي دي؟

پدرام: ۱۵ کاله دي، چې دا مسایل مطرحوو!

دید: تر اوسه مو څه ځواب اخستی دی ؟

پدرام: کوم ځواب نه لري! ما ورته وویل: که ویاست، چې پدرام قومي مسایل مطرحوي، تاسې وویاست، چې کومه قومي مسله مې مطرح کړې ده، چې د یوه قوم پر خلاف او یا د کوم قوم سپکاوی مې کړی وي. یو بېلګه درته وایم : د تحصیلاتو په قانون کې  د پشتو ټکی، پوهنتون وي، او دانشګاه دې هم وي، دلته وايي، چې پدرام قومي مسلو ته لمن وهي.دلته قومي مسلو ته منفي لمن وهل دادي، چې زه په پارلمان کې ووایم، چې فارسي ژبه غني ژبه ده او فارسي د افغانستان د ۸۰٪ وګړیو ژبه ده، دا ژبه له علمي پلوه قوي ده او پښتو ته اړتیا نشته. که داسې څه  مې ویلي وي؛ دا فاشیزم دی او دا عادلانه نه دی. زه وایم: هم دې پښتو وي او هم دې فارسي او هم نورې ژبې لکه ترکي، اوزبیکي، بلوچي او وغیره. څه فرق کوي، چې د پوهنتون لوحه په پینځو رسمي ژبو ولیکل شي؟ دا قومي مسلو ته لمن وهل دي که قومي عدالت خواهي؟

دید: د جمعیت اسلامي مشرانو هم اعلامیه خپره کړه. همداراز حزب اسلامي هم خبرې درلودې او نورو احزابو هم غبرګونونه درلودل. تاسې چې په پیل کې ډېر فعال وئ، کوم غبرګون مو نه درلود، دلیل یې څه و؟

پدرام: موږ هره ورځ په خیمو کې خبرې کوو داسې شپه به نه وي، چې په یوه یا دوو خیمو کې وینا و نه کړم او موږ څو ورځې مخکې یوه اعلامیه خپره کړه او په هغه اعلامیه کې مو وویل، چې دا عدالت غوښتونکی حرکت دی او موږ ددې حرکت یوه برخه یو او د یوه ګوند په نامه له دې حرکته دفاع کوو او د یو هېوادوال په نامه پکې ګډون کوو او ډېر ژر په یوه خبري کنفرانس کې هم خپله موضع اعلان کړو .

دید:: آیا په خیمه مېشتۍ او مظاهرو کولای شو، ستاسې د وینا ل مخې د ارګ د یکه تازۍ مخه نیولای شو؟

پدرام: موږ فعلا د خپلو سیاسي اهدافو د تحقق لپاره له مدني لارو کار اخلو . شعارونه سیاسي دي او له  مدني او قانوني ابزارونو ګټنه کوو. موږ لېواله یو، چې په همدې کړلارو بدلون راولو او که بدلون رانغی بیا به بل ډول غبرګون ښيو.

دید: ستاسې بل ډول غبرګونه به څه وي؟

پدرام: مثلا مظاهرې به پراخه کړو، دارګ شاوخوا ته به ډېر مدني ځواکونه راټول کړو او چارواکي به داسې راګېر کړو، چې له خپل ځایه را و نشي وتلای . اوس مو خیمې په وآټونو دي، بیا به یې د ارګ په دروازو کې کړو، د اوبو په فواره کې به خیمه ووهو او د دولتي ځایونو شاوخوا کې به خیمې ووهو او نور ځواکونه به راوړو، تر څو ځواب ورکولو ته یې مجبور کړو.

دید: دا مظاهره چیان د حنیف اتمر  او یو لړ نورو امنیتي چارواکو د ګوښه کولو او نورو اصلاحاتو غوښتنه لري، تاسې یې پر کوم یوه ډېر ګروهن یاست ؟

پدرام: اوس دې هغه چارواکي لرې کړای شي، چې د جنبش غوښتنه ده او موږ په نظام کې د بدلون غوښتونکي یو، تر اصلاحاتو هاخوا یو څه. زه لطیف پدرام د حزب کنګره ملي د مشر په نامه د سیاسي نظام د بدلون پلوی یم او په عین حال کې په حکومت کې اصلاحات هم غواړم .

دید: یعنې له بیخه باید بدل شي؟

پدرام: له بیخه باید بدل شي؟

دید: ډندوره وه، چې د ارګ د ډېرغوښتنو پر وړاندې نوي سیاسي ډلبندۍ جوړېږي اوس هم د  ارګ پر وړاندې کوم کلکه لیکه شته که نه؟

پدرام: همدا لیکه ډېره قوي ده او نن د افغانستان په ډېری سیمو کې مظاهرې وې.

پدرام: بې شکه! دلته کار شوی او خلک پوه کړای شوي دي او حرب کنګره ملي لږ تر لږه ۱۵ کاله ددې بدلون لپار کار کوي. او دا د یوې اوږدې مبارزې پایله ده. اوس خلک بدلون غواړي، وايي موږ فدرالي نظام غواړو او موږ په ایالاتو قدرت ویشل غواړو.

دید: په افغانستان کې د شته قومي درزونو له لامله آیا فکر کوئ، چې فدرالیزم غوره ټاکنه ده؟

پدرام:داچې دا قومي درزونه په ارګانیک ډول پیوند کړو، غواړو نظام فدرالي شي، چې له دې درزونو مخنیوی وکړو؛ ځکه د فدرال نظام په راتګ او ټولنیز عدالت سره به د قومي درزونو او تجزیې خطر له منځه ولاړ شي او له دې پرته به قومي درزونه ډېر او د تجزیې تر بریده به ولاړ شي؟

دید: له اوسني حالته د وتو لپار څه باید وشي؟

پدرام: له اوسني حالته د وتو لپاره لومړی باید اساسي قانون بدلون ومومي . ایالاتونه باید جوړ شي. د نظام بدلون جمعیت او جنبش هم مطرحوي؛لکه پارلماني او صدراعظمي نظام؛ خو زموږ غوښتنه تر دوي هاخوا ده. موږ وایو، چې دباو راوړو، نړیواله ټولنه دې مرسته وکړي او د خلکو غږ دې واورېدل شي . موږ قانون اساسي بدلول غواړو بې له دې چې ټوپک او وسلې ته اړتیا وي. ساختار غیر متمرکز کړو. ایالات باید قانون ګذاري شي، هغوی ته صلاحیت ورکړل شي، سیمه ایز وکیلان جوړ کړای شي؛ لکه د پاکستان او امریکا وغیره . دا د حل یوازېنۍ لار ده او ورسو به .

دید: ښاغلی عبدالطیف پدرام، کنګره ملي افغانستان د حزب مشره، مننه، چې وخت مو راکړ.

پدرام: هیله کوم.

 


کد خبر: 3307