د اسلام له مهمو ركنونو څخه يو هم روژه ده، چې په كال كې يوه مياشت په هر هغه مسلمان باندې فرض ده چې د نيولو شرايط يې پوره كړي. لوى خداى ( ج ) په قرآن كريم كې فرمايي، ژباړه: ((اې هغو كسانو چې تاسې ايمان راوړى دى ( اې مومنانو!) فرض كړل شوې ده په تاسې باندې روژه لكه، چې فرض كړى شوې وه، په هغو كسانو چې پخوا له تاسې څخه وو( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدمه پورې.)). د بقرې  سورت ۱۸۳ آيت.

او همدارنګه يې د سپيڅلي كتاب قرآن عظيم الشان په بل ځاى كې ويلي، ژباړه: (( د روژې مياشت هغه مياشت ده، چې نازل كړل شوى دى، په دې كې قرآن، چې هدايت دى، لپاره د خلكو او دليلونه دي ښكاره ( له جنسه د هغو شيانو ) چې هغه لاره ښيي او بېلوونكي د حق او باطل دى. نو هر څوك چې ومومي له تاسې (اې مكلفينو) دا مياشت نو ضرور ده، چې روژه ونيسي د هغې ( مياشتې ) )). – د بقرې سورۀ ۱۸۵ آيت

د خداى رسول ( ص) د روژې په باره كې فرمايي: «بني الاسلام علي خمس، شهاده ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله، و اقام الصلوه، و ايتاء الزكاه و حج البيت، و صوم رمضان- د اسلام بنسټونه پنځه څيزونه دي؛ شاهدي وركول پر دې چې له الله پرته، بل خداى نشته، او دا چې محمد د خداى رسول دى، د لمانځه ادا كول، د زكات وركول، د بيت الله شريفې حج او د رمضان  روژه»(له بخاري او مسلم څخه روايت شوى)

اسلامي امت پر دې اجماع لري، چې روژه په هر مكلف مسلمان فرض عين ده او په فرضيت يې د مسلمانانو هېڅ يو مذهب او ډله شك او ترديد نه لري او ټول يې په يو آواز فرض بولي.

روژه څه ته وايي؟

روژه چې په عربي ژبه ورته صوم وايي په لغت كې، د ځان ساتلو په مانا ده او د شرعې په اصطلاح كې، د سهار له رادبره كېدو څخه بيا د لمر تر لوېدو پورې د روژې په نيت سره، د روژې له ټولو ماتوونكو شيانو څخه ډډه كول دي.

د رمضان روژه پر كومو كسانو فرض ده؟

د رمضان روژه – په قضا او ادا كې پر هر هغه چا فرض ده، چې د لاندينيو  شرطونو درلودونكي وي:

۱_ دا چې بالغ وي، پر دې اساس پر كوچنيانو د روژې نېول نه دي فرض.

۲_ دا چې مسلمان وي، نو پر كافر د روژې نېول نه دي فرض.

۳_  عاقل وي، ځكه چې پر لېوني روژه نشته.

۴_ په دارالاسلام كې وي، او كه په دارالحرب كې هم وي، نو بايد چې د روژې پر واجب والي باندې پوه وي.

د روژې ادا كول پر كومو كسانو فرض ګرځي؟

۱_ د روژې ادا پر هغو كسانو فرض ګرځي، چې مقيم وي، پر دې بنسټ پر مسافرو نه ده فرض.

۲_  د روژې ادا كول پر هغه چا فرض ګرځي، چې روغ وي، نو پر ناروغانو يې نيول نه دي فرض.

۳_ پر هغو ښځو د روژې نيول فرض دي، چې له حيض او نفاس څخه پاكې وي، پر دې بنسټ پر حايضه او يا نفاسه ښځو باندې، د روژې نيول نشته، تر دې  چې حايضې او نفاسې ښځې ته يې نيول نه دي روا.

په كوم مهال كې د روژې نيول سم دي؟

د روژې ادا كول هغه مهال سم دي، چې لاندې شرطونه شتون ولري.

۱_ هغه مهال چې يو شخص د روژې نيت كوي، چې په كې نيت سهي كېږي.

۲_  چې ښځه له حيض او نفاس څخه پاكه وي.

۳_  چې روژه نېوونكى، له هغو شيانو څخه چې د روژې فاسدونكي وي، لكه خوړل، څښل، جماع او داسې نور چې ددې شيانو په حكم كې راځي، ډډه كړې وي.

۴_ او د روژې د نيولو لپاره له جنابت څخه پاكوالى شرط نه دى.

د روژې فضيلتونه:

د روژې مباركه مياشت او ددې مياشتې روژې ډېر ستر ستر فضايل لري، چې د ګران پيغمبر په احاديثو او د علماوو په ويناوو كې په وار په وار ترې يادونه شوې، لكه څرنګه چې دغه لنډه مقاله د ټولو د اخيستلو توان نه لري، نو له هغو څخه د روژې د فضايلو په اړه يوازې د پيغمبر ( ص) څو مهم حديثونه رانقلوو:

۱- روژه يو له هغو عبادتونو څخه ده، چې موږ ته د لوى خداى ( ج ) د احسان پر لاره لارښوونه كوي، تر څو موږ وكولاى شو، په وسيله يې د هغه په فضل او لورېينه د كمال پر لوري ګام واخلو، ګران پيغمبر (ص) فرمايي:

“اې خلكو! د خداى د بركت او بښنې مياشت  ستاسې خواته مخه كړې، هغه مياشت چې ورځې يې تر ټولو ښې ورځې او شپې يې تر ټولو ښې شپې او ساعتونه يې تر ټولو ښه ساعتونه دي، په دغه مياشت كې تاسې د لوى خداى (ج) مېلمستيا ته رابلل شوي ياست او د هغه د كرامت او لورېينو وړ ګرځېدلي ياست، په دغه مياشت كې ستاسې نفسونه د تسبېح ثواب لري، خوبونه مو عبادت، كړنې مو د قبول وړ او دعا مو د قبلېدو وړ ده، نو له ناوړو صفتونو او ګناهونو څخه په يوه پاك زړه او په رښتيني نيت له خداى څخه پناه وغواړئ، تر څو تاسې ته د روژې د نېولو توفيق دركړي او د قرآن كريم تلاوت مو  په برخه كړي، په ټېنګار سره بدمرغه هغه څوك دى، چې په دغه لويه مياشت كې د خداى له بښنې څخه بې برخې پاتې شي.))  او بيا يې وفرمايل: ((هر څوك چې په دې ستره مياشت كې زيات درودونه ولېږي، خداى ( ج ) به يې د عملونو تله په هغه ورځ درنه كړي، چې د عملونو تله يې سپكه وي او هر څوك چې په دې مياشت كې د قرآن كريم د بقرې سورت ۱۸۳ مه ايه ((اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى ( اې مومنانو!) فرض كړل شوې ده په تاسې باندې روژه لكه چې فرض كړل شوې وه، په هغو كسانو چې پخوا له تاسې څخه وو( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدمه پورې))، ولولي، نو لوى خداى ( ج ) په نورو مياشتو كې به د قرآن كريم د يو پوره ختم، اجر وركړي. ))

پيغمبر ( ص) وايي:

۲-“د روژې نېول پر تاسې باندې فرض دي، په رښتيا سره، چې روژه د بدن د رګونو پاكوونكې او د ځان غوښتنې له منځه وړونكې ده. “

همدارنګه د رمضان په مياشت كې د روژې نېول او په شپو كې يې په ځانګړې توګه د ليله القدر په شپه قيام (درېدل)، هغه هم د ايمان او له خداى ( ج) څخه د ثواب او اجر د غوښتنې له مخې، بې له شكه چې د هغه شخص د ايمان پر رښتينولۍ او د عمل پر خلوص دلالت كوي. پر دې بنسټ، هغه ته زېرۍ وركړل شوى، چې تېر ګناهونه به يې د خداى تعالى له لوري بښل كېږي، ګران پيغمبر ( ص) فرمايلي: ژباړه(( هغه څوك چې د رمضان مياشت يې د ايمان له مخې او د خداى تعالى له لوري د اجر او ثواب د تر لاسه كولو په هېله روژه ونيسي، ټول تېر ګناهونه يې بښل كېږي.)) ( متفق عليه، البخاري ۳۸. مسلم ۷۶ .) همدا راز يې ويلى: (( هغه څوك چې د قدر په شپه  كې د ايمان له مخې د خداى ( ج) له لوري د اجر او ثواب د ترلاسه كولو په هيله، قيام وكړي، ټول تېر ګناهونه يې بښل كېږي.)) ( متفق عليه، البخاري ۳۷. مسلم ۷۵۹ .)

۳- د انسان د هېڅ يو عمل او عبادت اجر له روژې سره سيالي نه شي كولاى، ځكه چې په روژه كې د خداى لپاره د اخلاص راز او نياز نغښتى دى. له همدې امله ده، چې پر نورو ټولو عبادتونو باندې يې غلبه كړې او لوړتيا يې موندلې.

پيغمبر ( ص) فرمايي: (( ټول كارونه او عبادتونه څو برابره زياتېږي، هره نېكۍ له لسو تر اووسوو برابر اجر لري. خداى ( ج ) فرمايي: پرته له روژې، ځكه چې روژه په ځانګړي ډول زما لپاره ده او زه يې اجر او ثواب وركوم، ( لكه څرنګه چې زما بنده) شهوت او طعام  زما په (امر) او زما په خاطر پرېږدي. )) ( متفق عليه، البخاري. مسلم. )

۴- روژه له ګناهونو څخه د ساتنې وسيله او همدار راز په دنيا كې له نفساني غوښتنو څخه د پيروۍ او په آخرت كې د خداى تعالى د عذاب په وړاندې د روژه نېوونكي د نفس ډال دى. روژه د شيطاني چلونو په وړاندې يوه پياوړې او غښتلې كلا ده. پيغمبر ( ص) فرمايلي: (( الصوم حنه)) روژه يو ډال دى.

۵- روژه په لنډ مهاله توګه د فرج شهوت زايلوي، پاك لمنۍ او سپېڅلتوب رامنځ ته كوي، ګران پيغمبر(ص) ځوانانو ته د توصيې پر مهال وفرمايل: ((اې د ځوانانو ډلې! له تاسې څخه هر يو چې د واده وړتيا او قدرت لري، نو واده دې وكړي. واده، د سترګو د ساتنې لپاره ښه او د فرج شهوت كنټرولوي، هغه څوك چې يې توان نه لري، نو پرې لازم دي، چې روژه ونيسي، ځكه چې روژه شهوت له منځه وړي.)) (متفق عليه، البخاري۱۹۰۵. مسلم ۱۴۰۰).   او د روژې نور فضايل په لاندې ډول په ګوته كولاى شو:

۱- د روژې د مياشتې نفلي لمونځ د نورو مياشتو له فرضي لمونځونه سره برابر دى.

۲- د روژې د مياشتې فرض لمونځ د نورو مياشتو له اويا لمنځونو سره برابر دى.

۳- روژه د صبر مياشت ده، د صبر په وړاندې جنت دى.

۴- روژه د غمخوارۍ مياشت ده، په دې مياشت كې رزق زياتېږي.

۵- د رمضان لومړۍ لس روژې رحمت دى. دويمه لسېزه يې د مغفرت او درېيمه يې د دوزخ له اور څخه د خلاصون لسيزه ده.

پيغمبر ( ص) وفرمايل: د روژه ماتي پر مهال، روژه لرونكو ته ډوډۍ وركړئ! صحابه وو ترې پوښتنه وكړه، كه يې وس و نه­لرو. نو آنحضرت ( ص) بيا وفرمايل: فرق نه كوي، كه دا خواړه، د خرما د يوې دانې، يو ګيلاس اوبو او يا هم لږې شيدې وي.

د روژې په مياشت كې د روژه لرونكي دعا نه ردېږي بلكې د خداى په دربار كې قبلېږي.

 


کد خبر: 3032