د اسلامي راډیو تلویزیونونو نهم اجلاس پرون په مشهد کې د اسلامي هېوادونو د راډیو تلویزیونونو د استازيو په ګډون ترسره شو.

د دید د خبرګزارۍ د ګزارش له مخې،۴۸۳ تلویزیونی اثرونه، ۹۳ راډیویی  اثرونه د فیلم، مستند، خبري ګزارشونو او ترکیبي برنامو؛ لکه د اسلامي نړۍ موضوعات، اسلامي وحدت، نړیوال استکبار، له مظلومو ملتونو دفاع او د مقاومت جبهې تر عنوان لاندې موضوعات ددې اجلاس دبیرخانې ته رارسېدلي دي .

ددې اجلاس موخه، چې هر کال د یوه اسلامي هېواد په کوربه توب تر سره کېږي، د اسلامي هېوادونو د رسنیو ترمنځ همغږي ده.


کد خبر: 3448