د مسجد اقصی خطیب شیخ عکرمه صبري «اناضول» خبري کانال ته ویلي چې له پنځو لسيزو را په دېخوا د لومړي ځل له پاره مسجد اقصی کې د جمعې د لمانځه  مخه و نېول شوه.

شیخ عکرمه وايي، په ۱۹۶۹ز کې وروسته له دې چې استرالیايي مایکل روهان دغه مسجد وسوځولو او خلکو په کې د جمعې لمونځ ادا نه کړی، نن ورځ یو ځل بیا دغه مسجد کې خلک د جمعې لمانځه له ادا کولو څخه منعه شوي دي.

وروسته له دې چې د ختيځ قدس سيمه کې د فلسطيني مسلمانانو او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ نښته وشوه او د یو فلسطیني په شمول دوه اسرائيلیان په کې ووژل شول، اسرائیلو د اقصی جومات دروازې وتړلې او خلکو ته يې خبرداری ورکړ چې نن ورځ هېڅوک د اقصی جومات کې د جمعې لمونځ نه شي کولای.

د اقصی پوليس وايي چې د جومات دروازې به تر بل امر پورې تړلې وي،

خو د اسرائيلو لومړي  وزیر بنیامن ننتیاهو رسنیو ته ویلي چې د امنیتي لاملونو پر بنسټ يې یواځې د نن ورځې له پاره د اقصی جومات بند کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د مسلمانانو درېيم حرم «اقصی» په ۱۹۶۷ز کې د اسرائیلو اشغال کړی او تر اوسه د دوی تر اشغال لاندی دی.


کد خبر: 3725