لومړی برخه: (صوفیانِ «اَمْرَدْ باز» دیروز)

مکن بد به فرزند مردم نگاه

که فرزند خویشت برآید تباه (سعدی)

څه وخت مخکې (د ۱۳۹۶ کال د جوزا په ۲۹) ملګرو ملتونو له افغانستان نه وغوښتل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ مادې له مخې دې بچه بازي په افغانستان جرم اعلان کړي. په داسې حال کې چې دا کار د هغوی له نظره چې ترسره کوي یې نه یوازې جرم نه ګڼل کېږي بلکې ویاړ هم پرې کوي .

بچه بازی یو رټل شوی چار دی، چې په ځینې شرقي هېوادونو او افغانستان کې دود دی . په خواشینۍ چې دا چار په افغانستان کې خورا مخینه لری او دا  رټل شوی ټولنیزه ښکارنده، چې بچه بازي نومېږي، د تاریخ په ترڅ کې په دې نامه نه یادېده.پخوا به بچه بازی له جنسي خوند سره یو ځای یا به بې له جنسي خونده وه او هغه څه ته چې نن بچه بازی وایی، په تېرو وختونو کې یې نور نومونه درلودل او له نننۍ اصطلاح او مفهوم سره یې توپیر درلود او پخواني نومونه یې :« اَمْرَدْ بازی»، «شاهدبازی»، «نظربازی»، «غلام‌بارگی» «جمال‌پرستی» او… ول.

د :« اَمْرَد»،‌ «شاهد»، ‌«منظور»، «نوخط»، «غلام» او عنوانونه به هغوی ته اطلاقېدل، چې هغه عمل یا لوبه به ورسره ترسره کېده. کېدای شي ډېری لوستونکي نیوکه وکړي، چې دا اصطلاحات عرفانی او تصوفي دي او په اوسنۍ بچه بازۍ پورې اړه نه لري، چې جنسي تضمینونکي دی. ان که ډېری عوام په شعري ټولګو کې له می او معشوق سره مخ شي؛ نو وايي  چې له  می نه مراد هماغه شرابا طهورا دی، چې په قرآن کې یې مؤمنانو ته ژمنه ورکړل شوې ده او له معشوق نه هم مراد خدای او استاری یې دی. کېدای شي کله د شاعر مطلب هماغه وي، چې عوامو ترې مطلب اخستی وي خو د ټولو شاعرانو مراد له می او معشوق نه له ځمکنيو هاخوا مراد نه وي. د نظربازي او جمال برستۍ په باب هم داسې مخونو ته ورسو. خو د «امردبازی»، «غلام‌بارگی» و یا «شاهدبازی» په باب په سخته داسې مفهومونو ته رسېدای شو. د «امردبازی»، «غلام‌بارگی» و یا «شاهدبازی» ټکیو ته  د هغوی مخونه چې دا چارې کوي کېدای شي دا وي، چې له دې لارې ژر تر ژره حقیقي شاهد یعنی خدای ته رسېدای شو، چې بیا هم د ځینو صوفیه مشایخو له نظره یو رټل شوی چار دی.

ددې اصطلاحاتو سرچینه ډېری په تاریخي، ادبي، تصوفي او یا عرفاني کتابونو کې موندلای شو. ددې ټولو کلیمو ريښه په یوناني افلاطوني عشق یا Platonic Love یا له سړي سره د سړي په مینه کې ده، چې د افلاطون، سقراط او د هغوی د پلویانو له نظره یوه پاکه مینه ده. د بېلګې توګه سقراط له یوه ښکلي ځوان الکیبادس سره مینه درلوده، چې په ځمکنۍ مینې او جنسي خوندونو پورې یې هېڅ اړه نه درلوده او له دې ځوان سره یې مینه الهي او اسماني اړخ درلود. دا ډول تفکر د شرق فیلسوفانو ته هم راننووتی دی؛ نو ځکه د صوفیانو مشهور عبارت «المجاز قنطرة الحقیقه» (مجاز حقیقت ته  د رسېدو پول دی) بڼه ومونده او په شرقي هېوادونو او په تېره اسلامي هېوادونو کې د صوفیانه تفکراتو بنسټ شو.

افلاطوني فلسفه چې په حقیقت کې د سقراطي عشق بیان دی او له سړي سره د سړي پاکه مینه ده، پر ځینو شرقي متفکرانو لکه فارابي،  ابن سینا او ملاصدرا هم اغیز درلود.لکه څنګه چې د ابن سینا په رساله عشق کې دا مسله راغلې ده.دکتر سیروس شمیسا له رساله عشق نه په نقل لیکي:

درې څیزه دي، چې په عشق پسې یې ښکلې بڼه ومونده. لومړی معانقه، دویم تقبیل او دریم مباضعه. خو دریم شق، مسلما چې حیواني ډول عشق دی او ناطقه قوه په کې ګډ نه دی؛ خو دا چې د شرع په طریقه ترسره شي او واده وشي او داچې مراد د نسل بقا ده ؛نو ناطقه قوه پکې له حیواني قوې سره شریکه ده. خو دویم او لومړی ډول: چې کله ډاډمن ووسو، چې ریبه او شهوت پکې نشته  او مراد ترې یوازې معشوق ته قرب دی نه فحشا او ددې مثال د اولا د ښکلول دي او له هغوی سره معانقه د طبیعي  مینې راولاړه ده، چې د حقیقي معشوق له خوا په ټولو کې ایښوول شوې ده.

نو ابن سینا په دې شرط معانقه یعني په غیږ  کې رانیول او تقبیل یعني ښکلول بې پروا ګڼي، چې شهوت او ریبه ترې مراد نه وي. او دریم ډول یې یعنې مباضعه یعنې جنسي عمل دی، چې د هغه له نظره جایز نه دی او دا کار یې حیواني اړخ ګڼلی دی او دا چې له دې برخې مراد د نسل بقا ده؛ نو باید د شرعې د قانون پر بنسټ له مونث جنس سره واده وشي.

د پاکو عشقونو دوام، شاید د بېلګې په توګه د ابوسعید او د شیخ عبدالله باکو د سماع نڅا او د هغوی د په څېر د خدای لپاره، پیل شوي وي،  چې ویل یې: «قوموا و ارقصوا لِلّه» پاڅئ او د خدای لپاره په نڅا شئ.

په دې سماع کې یوه بله خبره د ښکلیو  او پی مخو قوالانو شتون و، چې په عاشقانه او تصوفي شعرونو به یې مجلس ګرماوه او د جامي د وینا له مخې، صوفیان ګروهمن ول، چې قوالان باید درې ځانګړنې ولري؛ ښکلی مخ، ښکلی بوی او ښکلی غږ چې په ښه توګه حق ته لارښوونه وکړي او یا په بل عبارت د ان الله جمیلٌ یحب الجمال» د حدیث په اعتبار په غوره توګه حق او حقیقت  ته د نښلون لامل شي؛ نو د هغوی له نظره له پی مخو سره  مجازي مینه حقیقي مینې(خدای)ته د رسېدو لامل و.

نو له دې ځایه د «نظربازی»، «شاهدبازی»، «جمال پرستی»، «غلام‌بارگی» و «امردبازی» څرکونه راپورته کېږي او په اسلامي ټولنه کې دودېږي تردې چې دا ټولې نارټل شوې وګڼل شوې.

نظربازي یعني پی مخو ته کتل دي یا په بل عبارت د پی مخو ځوانانو ننداره ده، چې د خالق ښېګڼو ته پرې ورسو، چې په دې باب حافظ وايي:

دوستان عیب نظربازی حافظ مکنید/ که من او را ز محبان خدا می بینم

نو حافظ له هغو نظربازانو ځنې دی، چې دا کار یې مطلق جمال ته د رسېدو لپاره کاوه.

«اَمْرَدْبازی»: د بچه بازۍ په مانا دی؛ ځکه د امرد ټکی یعنې بې ږیرې ماشوم یا پی مخي ځوان ته ویل کېږي، چې برېتې یې وي؛ خو ږیره یې نه وي او بدکاره او مفعول هلک ته امرد ویل کېږي؛ نو «اَمْرَدْبازی» هماغه بچه بازي ده.

بله اصطلاح غلامبارګي ده او د دهخدا د وینا له مخې غلام هم د هلک او امرد په مانا دی او داچې پاچایانو اوامراوو او شاعرانو له غلامانو نه پر خدمت سربېره په تجمل کې هم ګټنه کوله او مینه به یې ورسره کوله؛ نو غلام په ادبیاتو کې په معشوق هم یادېږي.

لکه دا موضوع چې په شعر کې هم څرګنده ده:

کس ازین نمک ندارد که تو ای غلام داری

دل ریش عاشقان را نمکی تمام داری

و منوچهری در این باب نیز چنین گفته است:

غلام و جام می را دوست دارم

نه جای طعنه و جای ملام است

نو له دې شعرونو ، د غلامبارګي نه رټنه او په ټولنه کې یې دود راښيي. او د ایاز او محمود او مینه او د سلطان محمود د ورور(امیر یوسف له طغرل کفر نسب سره مینه  او د هارون الرشید د زوی امین مینه له ډېروغلامانو سره ددې مدعا ګواه ده.

شاهد ډېرې ماناوې لري لکه  د ښکلي مخ د خاوند سړی او شاهد بازی هغه کار و، چې ځینو صوفیانو به به پی مخو او ښکلیو ځوانانو سره مینه کوله او دا  ځکمنۍ مینه یې د اسماني مینې بنسټ ګاڼه خو ددې مینې بریده همدلته محدود نه شو او په عوامو کې یې هم رسوخ وکړ او له رټنه یې له منځه ولاړه، چې څرګندونکې د سعدي دا لاندې قول دی:

خرابت کند شاهد خانه کَن/ برو خانه آباد گردان به زن.

د سعدي د شعر عنوان  «گفتار اندرباب پرهیز کردن از اَحداث » دی او مراد ترې له احداث نه د هغو ځوانانو له همصحبتۍ ته پرهیز دی،  چې په شعر کې د شاهد په نامه راغلی دی. او سعد وايي چې له همجنس بازۍ لاس پر سر شئ او له ښځو سره واده وکړئ.

شاهدبازۍ او شراب خورۍ د سعدي پر مهال ډېر دود خو مراد یې عوام نه وو؛ بلکې هغه قاضیان ول، چې ټوله شپه به یې شراب څښل او شاهدي به یې کوله؛ لکه په ګلستان کې چې راغلي دي: «قاضی را همه شب شراب در سر و «شاهد» در بر…»

د صوفیه یو آفت شاهدبازی او ښکلیو هلکانو ته یې توجه ده لکه څنګه چې ځینې صوفیان تورن دي، چې خپل ودونه یې پرېښي او شاهدبازي به یې کوله. د احمد غزالي(د محمد غزالي) د رورو په باب یې ویلي: یو یو ترک هلک یې ساتلی و او ترڅو به چې هغه نه و راغلی؛ نو وعظ او نصیحت به یې نه کاوه. غزالی د جمال پرستۍ بېلګه ده. اوحدالدین کرمانی هم شاهد باز و او فخرالدین عراقی هم هماراز او دا ډول کړنې د ځینو صوفیانو له نظره رټل شوی او د شرع پر خلاف دی، چې شمېر یې لږ دی؛لکه مولانا جلال الدین محمد بلخي او پلار بهاالدین، ابن عربي، سهروردی او شمس تبریزي او…….

که څه ويلي یې دي، چې شمس تبریزي له یو ښکلي هلک سره شطرنج بازي کوله او غزالي ته یې هم شاهدبازي کوله اوهغه یې له هغ څه پاک ګاڼه چې نورو ګاڼه.

په پایله کې د جذبې او شوق او طی طریق کوونکیو د خپل باورونو له مخې که خپل مقصد ته رسېدلي وي خو ځینې صوفیان یې رټل شوی چار ګڼي.

داکتر فضایلی- خبرگزاری دید

 


کد خبر: 3763