د دوشنبې په ورځ د شپي ناوخته دا خبر خپور شو چې د جنرال دوستم الوتکې ته د بهرنيو ځواکونو له خوا د مزار شريف په هوايي ډګر کې د کيناستو اجازه ور نه کړل شوه او په دې توګه دوستم دې ته اړ شو چې بېرته ترکمنستان ته ستون شي. سره له دې چې د دوستم دفتر دا خبر رد کړى او وايې دوستم لا ترکيه کې دې خو ځينې موثقې سرچينې تينګار کوي چې د دوستم الوتکه نه ده پرېښودل شوې چې مزار شريف کې ښکته شي.

تر دې د مخه کابل نيوز ټلويزيون داسې خبر خپور کړى و چې د امريکا حکومت له ترکيې غوښتې چې پرينږدي دوستم افغانستان ته ستون شي. امريکا په حقيت کې  غواړي هغه ائتلاف کمزورى کړي چې څو ورځې د مخه په ترکيه کې د دوستم، محقق او عطا محمد نور تر منځ رامنځته شوی او امريکا داسې انګيري چې ګواکي دا ائتلاف د روسيې ملاتړ هم لري. ويل کيږي دا ائتلاف د روښنايي د جنبش او د رستاخيز تغير سره يو ځاى غواړي د حکومت په وړاندې يو پنځوس زريزه او يا حتي سل زريزه لاريون راوباسي.

د دوستم د راتګ مخنيوى د حکومت په موافقه شوي که نه، دومره اهميت نه لري. که امريکا تصميم نيولى وي چې د دوستم د راتګ مخه ونيسي بيا که د حکومت يوه سترګه ژاړي او بله يې خاندي د دوستم مخه به نيول کيږي، خو قراين داسې ښيې چې حکومت به هم په دې خوشحاله وي چې د دوستم د راتګ مخه ونيول شي

جنرال عبدالرشيد دوستم د شوروي اتحاد د اشغال پرمهال د يوې قومي مليشې د مشر په توګه په يو مهم خو بدنامه جنګيالي واوښت. د ده ډله چې په خلکو کې يې د ګلم جم په نوم شهرت موندلى وو، له هماغه وخته په بشري جنايتونو، د ملي شتمنيو د تالان او د جنسي تيريو له تورونو سره مخ وه. جنرال دوستم د ډاکټر نجيب د واکمنۍ پرمهال د خپل قدرت اوج ته ورسيد، د مجاهدينو په وړاندې جګړو کې يې عمده برخه درلوده خو بالاخره کله چي په ژبني اوقومي تعصب ولاړې يوې اجنډا په خاطر د شمال اتحاد را منځته شو جنرال دوستم ډاکټر نجيب ته د وفادارۍ پرځاى د پرچم ګوند د فرکسيون په لارښوونه د نظار شورا او وحدت ګوند سره يو ځاى شو. د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې د پروګرام په وړاندې کودتا کې يې مهم رول ولوباوه او داکټر نجيب چې غوښتل يې له هيواده ووځي د ده د ملېشو له خوا يې مخه ونيول شوه، او په دې توګه افغانستان د کورنيو جګړو يو نوي او خونړي پړاو ته ننوت.

د امريکايانو له راتګ وروسته دوستم  يوځل بيا د يو مهم پوځي قوت په توګه د افغانستان په سياسي معادلاتو کې ونډه پيدا کړه، دا ونډه هغه وخت لا پياوړې شوه چې اشرف غني د  ٢٠١٤ کال په انتخاباتو کې د جمهوري رياست کانديد شو او د ازبکو او ترکمنو د رايو خپلولو په خاطر يې جنرال دوستم خپل مرستيال وټاکه. هماغه دوستم چې يو وخت ده جنايت کار باله او د ده د محاکمې غوښتنه يې کوله خو واک ته د رسېدو تندې اشرف غني اړ ويست چې دوستم ته مراجعه وکړي، په جنايتونو يې سترګې پټې کړي او خپل مرستيال يې وټاکي.

دوستم داسې څوک نه و چې په څو تشريفاتي صلاحيتونو او امتيازاتو اکتفا وکړي، ده  وغوښتل د جمهور رئيس د معاونيت د مقام او صلاحيتونو نه په ګټې اخيستنې شمال کې خپل موقعيت لا پياوړې کړي او خپل احتمالي رقيبان له منځه يوسي او يا يې دومره کمزوري کړي چې ده ته ګواښ نه وي. د پخوانيو سيالانو په خوا کې داعش يوه بله ستره ننګونه وه چې دوستم ورسره مخ ؤ ، داعش چې د اشرف غني د حکومت د راتګ او د امريکا سره د امنيتي تړون نه سمدستي وروسته د يو قوت په توګه افغانستان کې مطرح شو او په ډيره چټکۍ يې وکولای شول شمال ته لاره پيدا کړي. په شمال کې د داعش، حکومت او طالب سياليو او جګړو شمال په شدت بې امنه کړ، د کندز ښار دوه ځلې د طالبانو لاس ته لوېدل د همدې سياليو پايله ګڼل کيږي. داعش که د افغانستان په کچه تر ټولو ستر ګواښ طالبانو ته دى، په هماغه کچه په شمال کې جنرال دوستم ته هم ګواښ دى. د داعش ډير شمېر جنګيالي د منځنۍ اسيا ترکمن او ازبک دي، نو که شمال کې داعش پياوړی کيږي په طبيعي توګه په هغو سيمو کې به پياوړي کيږي چې د دوستم د نفوذ سيمي دي او که دوستم هلته خپل نفوذ له لاسه ورکړي نو دا به دوستم ته د سياسي مرګ په مانا وي.

همدا و چې ده په شمال کې د طالبانو او وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړل، البته دې عملياتو شمال لا زيات بې امنه کړ. په دې عملياتو کې ملکي خلکو ته زيات زيانونه واوښتل او دا سبب شو هلته د ده په وړاندې مخالفتونه لا زيات شي. دوستم ويل دى غواړي په شمال کې د داعش مخه ونيسي ده حکومت او بيا په ځانګړې توګه د ملي امنيت مشاوريت په دې تورن کړ چې د داعش په وړاندې جګړه کې ده سره مرسته نه کيږي بلکې مخه يې نيول کيږي. ده وويل همدا اوس له پنځو زرو تر اوو زرو داعشيان شمال ته ليږل شوي بې له هغې هم په افغان حکومت او امريکا دا تورونه موجود وو چې په افغانستان کې د داعش د تقويې سره مرسته کوي او نا مالومې الوتکې  وسله وال مخالفين شمال ته انتقالوي او هغوی ته وسلې او تجهيزات رسوي. د دوستم تور چې د جمهور رئيس مرستيال دى په حکومت د داعش سره د مرستې شکونه لا پياړوي کړل.

د همدې عملياتو په ترڅ کې دوستم د مخالفينو د يو خطرناک کمين سره مخ شو. په دې کمين کې د ده يو شمېر ډېر نژدې ملګري هم ووژل شول. دوستم چې لا د مخه د داعش او حکومت د همکاريو په اړه شک درلود،  داسې انګيرله چې ګواکي دا کمين هم د ملي امنيت د شورا په مرسته ورته نيول شوی. د ده په اند که دی له شمال څخه وويستل شي نو داعش لپاره به بالکل زمينه برابره شي په همدې شک يې انجنير احمد ايشچي ونيو، څو ورځې يې ځان سره بندي وساته او بيا يې ملي امنيت ته وسپاره خو ايشچې رسنيو ته وويل چې د دوستم او د هغه د محافظينو له خوا پرده د جنسي تيري هڅه وشوه، وهل شوی او ټکول شوی. په دوستم د مخه هم داسې تورونه وو چې په خپلو يو شمېر پلويانو چې بيا يې وروسته مخالف شوي وو جنسي تيري کړي او وهلي او ټکولي يې دي.

اوس که دا رښتيا وي چې د دوستم الوتکه په مزار شريف کې کېناستو ته نه ده پرېښودل شوې نو يو ځل بيا ثابتوي چې د ملي وحدت حکومت او نړيوال ملګري يې د خپلو سياسي ګټو په خاطر نه خو د افغانستان قوانينو ته احترام لري، نه نړيوالو بشري قوانينو ته او نه د افغانستان ملي ګټو ته، مثلاً:

انجنير احمد ايشچي دوستم په يو ستر جنايت متهم کړ، نو بيا خو حتمي ده چې بايد دوستم محاکمه شي، خو څرنګه چې د ملي وحدت يو کمزوری او بې ثباته حکومت دى نه شي کولای دوستم چې له يوې خوا د جمهور رئيس مرستيال دی او له بلې خوا د يوې وسله والې قومي ملېشې مشر،  محاکمه کړي. نو ويل کيږي چې په خپله حکومت د ترکيې حکومت سره د يوې معاملې له مخې زمينه مساعده کړه چې دوستم ترکيې ته وليږدول شي. يو کس چې په اختطاف، شکنجې، او ډله ييز جنسي تيري متهم وي هغه ته د څارنوالۍ له خوا دا اجازه ورکول چې بهر ته سفر وکړي حيرانوونکې ده.

دوستم چې ترکيې ته لاړ حکومت لا د ارام ساه نه وه اخيستې چې هلته يې د عطامحمد نور او محقق سره يو ائتلاف رامنځته کړ. امريکا اندېښنه لري چې ښايي دا ائتلاف چې ترکيه کې رامنځته شوی د روسيې ملاتړ هم ولري نو امريکا له يوې خوا د خپل سفارت له لارې د دوستم د محاکمې غوښتنه وکړه تر څو دوستم وډار شي او کابل ته را نه شي او له بلې خوا له ترکيې يې وغوښتل دوستم کابل ته پرينږدي خو ښکاري چې اوس د امريکا خبره ترکيې ته دومره اهميت نه لري او دوستم ته يې اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشي خو امريکا يې په مزار شريف کې د الوتکې د کښيناستو مخه ونيوه او په دې توګه يې د افغانستان د اساسي قانون د اته ويشتمې مادې چې وايې هيڅ افغان د تابعيت په سلبېدو او په افغانستان کې د ننه يا بهر په شړل کېدو نه محکوميږي او د همدې قانون د نهه دېرشمې مادې چې وايې هر افغان حق لري چې د هيواد هرګوټ ته سفر وکړي او هلته استوګن شي تر پښو لاندې کړې.

له بلې خوا افغانستان ته د دوستم د راتګ مخنيوى په حقيقت کې د هغه د محاکمې مخنيوى دى، که امريکا او يا د ملي وحدت حکومت غواړي چې دوستم محاکمه شي او انجنير احمد ايشچي سره انصاف وشي نو بايد حکومت هڅه وکړي چې دوستم کابل ته راوستل شي او محاکمه شي، نه دا چې د راتګ مخه يې ونيول شي خو داسې ښکاري چې حکومت د خپلې وړوکې سياسي ګټې په خاطر تل دې ته چمتو دى چې په اساسي قانون او د خلکو په حقوقو معامله وکړي.

اساسي سوال دا دی چې امريکا او د ملي وحدت حکومت ولي افغانستان ته د دوستم له راتګ څخه چې يوه ستره جنايي دوسيه هم لري ډاريږي، او که حکومت په دومره ډار اخته وي نو و به شي کولای په دې توګه خپل حکومت ته ادامه ورکړي؟

دا حکومت د خپلو ناسمو سياستونو له امله لا د مخه په کور د ننه د سياسي ننګونو سره مخ وو، د روښنايۍ غورځنګ او بيا د رستاخيز تغير سره چې څرنګه برخورد وشو او په کومه بې رحمۍ چې مظاهرين ووژل شول هغې کړکېچ لا زيات کړ، له حکومت نه د خلکو نارضايتي ورځ په ورځ زياتيږي، نوي نوي ائتلافونه جوړيږي، هغه ورځ په کندهار کې چې څرنګه د ولسي جرګې غړي را ټول شول او له حکومته يې نارضايتي وښوده په ډاګه کوي  چې حکومت په خلکو کې خپل اعتبار او محبوبيت بالکل له لاسه ورکړی نو په داسې وضعيت کې که له يوې خوا په شمال کې د جميعت او جنبش او وحدت له خوا د حکومت پر ضد سياسي حرکتونه پيل شي او بيا دا حرکتونه د روسيې ملاتړ هم ولري او له بلې خوا د جنبش روشنايي او رستاخيز تغير په شان ‌ډلې په کابل کې سړکونو ته راووځي او په کندهار او زابل او نورو جنوبي سيمو کې هم خلک د حکومت په مخالفت کې ودريږي نو هسې نه چې د امريکا د ټول ملاتړ سره سره بيا هم دلته ټول نظام نسکور شي او بيا دلته چې امريکا د سيمې د هيوادونو سره کومه ستره سيالي پيل کړي، هغه د امريکا له کنتروله ووځي.

همدې ډار امريکا او د ملي وحدت حکومت دې ته اړ ايستى چې د دوستم د راتګ مخه ونيسي، خو په حقيقت کې امريکا يو ځل بيا اشتباه کوي، د سياسي فعاليتونو مخنيوی به د افغانستان کړکيچ لا زيات کړي، که حکومت او امريکا د سياسي مخالفينو د ټکولو او د هغوى د سياسي فعاليتونو د مخنيوي سياست ته ادامه ورکوي دا به نظام د نسکورېدو ګواښ سره لا زيات نژدې کړي، حکومت او امريکا بايد خپلو هغو سياستونو او کړنلارو کې بدلون راولي چې ولس او حکومت يې سره بېل کړى، دلته بايد د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو هڅه وشي، د جګړې د مخنيوي هڅه وشي، حکومت او امريکا بايد د هغو سياستونو مخه ونيسي چې افغانستان يې د ټولې سيمې دښمن کړى، که افغانستان ته سيمه ييزې دښمنۍ زياتيږي نو د محقق او جميعت او جنبش په شان ائتلافونه به په خپله بهرنى ملاتړ ترلاسه کوي، دا سمه ده چې د دې سياستونو يوه نتيجه به د افغانستان بربادي (خداې مه کړه) او د افغانانو وژنه وي خو امريکا هم نه شي کولاى په دې توګه بريا ترلاسه کړي، بې له هغې هم افغانستان د امپراتوريو په هديرې مشهور دى!

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل. غلام جیلاني ځواک

 


کد خبر: 3874