په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د حقاني ترهګرې شبکې او د وسله والو طالبانو ډلمشران له پاکستانه تښتیدلې دي او اوس مهال په افغانسان کې امن ځایونه لري، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه راپور کې لیکلي دي چې د حقاني شبکې او وسله وال طالبان لا هم په پاکستان کې پټنځایونه لري.

په نوې راپور کې راغلي دي، چې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې په افغانستان کې اکثریت بریدونه د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو له خوا په پاکستان کې پلان شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم د پاکستان امنیتي ځواکونو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي، خو د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت تیره میاشت په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.


کد خبر: 3906