روستي خبرونه

د ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې د پیل په اړه د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم پیغام

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهیر په داسې مهال پيل شو، چې په هېواد کې تېرو ټاکنو د ولس په منځ کې ځېنې بې باورۍ رامنځته کړې؛ خو بیا هم په ټاکنو کې نه ګډون د روانو ناخوالو د پای ته رسیدو لار نه ده

  نور هم ولولئ

نبیل: باید دسولي او معاملې ترمنځ توپیر وشي!

د روان کال د ثور یا غوايي میاشتې په ۳۱نېټه د روژې مبارکې میاشتې د لمانځنې او په هېواد کې د روان وضیعت د څېړلوپه موخه د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال سترجنرال مراد علي مراد د روژه ماتې پرمهال د شاخوا دری زره کسانو کوربه ؤ. چې په دې ټولېدنه کې ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې استازو،د پوهنتونونو ښونکو،قومي مخورو،اومدني فعالانو برخه در لوده

  نور هم ولولئ

ډاکټر محب د بګرام توقیف خونې له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب نن د لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د روغتون، کتابخونې او د محبوسینو د توقیف خونې په شمول، د بګرام بند خونې له مختلفو برخو لیدنه وکړه

  نور هم ولولئ

د حمدالله محب او استرالیایی هیئت ده سولې په اړه لیدل

آسټرالیا افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند مهم یاد او ملاتړ یې ترې وکړ

  نور هم ولولئ

حمدالله محب او په کابل کې د پاکستان سفیر ملاقات

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب کابل کې د پاکستان له استوګن سفیر زاهد نصرالله خان سره کتنه کې، په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر سیمه ییزو همکاریو او پاکستان ته د جمهور رییس غني د نږدې راتلونکي سفر په اړه بحث او نظریات تبادله کړل

  نور هم ولولئ

په کابل کې د اسپانیا سفیر د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړ

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او کابل کې د اسپانیا استوګن سفیر ګبرېل فران د ګډو همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړې

  نور هم ولولئ

ډاکټر محب خبریالان د تاریخ مستند جوړوونکي یاد کړل

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ۱۳۹۷ کال د غويي ۱۰ مې د خبریالانو د شهادت لومړي تلین نمانځلو په مراسمو کې خبریالان د تاریخ مستند جوړوونکي یاد کړل

  نور هم ولولئ

تلپاتې سولې ته رسېدل د افغانستان د دولت مهم لومړیتوب دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د سولې د مشورتي لویې جرګې په پرانیستنه کې وویل، چې ستاسو د خادم په توګه زما او د افغانستان د دولت لپاره؛ یوې تلپاتې سولې ته رسېدل مهم او حیاتي لومړیتوب دی

  نور هم ولولئ

د امنیتي سکټور جلسه د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسه پرون مازیګر د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، د ملي امنیت د عمومي رییس او د سیمه ییزو ارګانونو د معین په حضور کې دایر شوه

  نور هم ولولئ

تېرکال کې د طب ۴۹۰۰ ډاکټران ثبت او راجسټر شوي دي

د افغانستان طبي شورا د یوه خپلواکه بنسټ په توګه دنده لري چې د طب او غاښونو د ډاکټرانو، ښوونیزو طبي پروګرامونو او روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او ښه والي له لارې په هېواد کې د ناروغانو خوندیتوب یقیني کړي

  نور هم ولولئ

د هېواد په کچه څه باندې ۳۰۰ تخنیکي او مسلکي انسټیټوټونه او ښوونځي جوړ شوي دي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د ښه والي په موخه د تعلیمي نصاب د اصلاح، د ښوونکو د وړتیا لوړولو اوتجهیزاتو د برابرولو په برخه کې بنسټیز فعالیتونه ترسره کړي دي

  نور هم ولولئ

د هېواد د ملي امنیت سلاکار د چک جمهوریت له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، پرون وروسته له غرمې د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د چک جمهوریت له سفیر پټر شټېپانک سره وکتل

  نور هم ولولئ

۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه توشیح شوي دي

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په ۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه چې ۱۲ نړیوال هوکړه لیکونه او ۱۶ نور تقنیني سندونه، د قانون طرحه او د قوانینو د تعدیل طرحه پکې شامل دي؛ ولسي جرګه کې د قانوني پړاوونه تر بشپړېدو او د دواړو مجلسونو تر تصویب وروسته؛ د جمهوري ریاست د عالي مقام لخوا توشیح شوي دي

  نور هم ولولئ

د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې ۳۶ عنوانه علمي او څېړنیزې پروژې تایید او تصویب شوي دي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بېلا بیلو علمي او څېړنیزو برخو کې د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره لس کلن پلان جوړ کړی، چې په هغه کې د علومو په بېلابیلو څانګو کې د څېړنیزو مسایلو په طرحه کولو سره شاوخوا ۱۰۰۰ علمي او څېړنیزې پروژې تصویب او چارې یې پیل کړي دي

  نور هم ولولئ

آرشیو