حمدالله محب د هیواد د ملی امنیت سلاکار د روژی د رارسیدو په مناسبت وایی چی پر افغانانو باندې کلونه کېږي چې په يوه او بل نامه جګړه تحميل شوې ده او کلونه کېږي چې همدا ناروا جګړې د سر او مال قربانۍ ترې اخلي.

حمدالله محب د هیواد د ملی امنیت سلاکار د روژی د رارسیدو په مناسبت وایی چی پر افغانانو باندې کلونه کېږي چې په يوه او بل نامه جګړه تحميل شوې ده او کلونه کېږي چې همدا ناروا جګړې د سر او مال قربانۍ ترې اخلي.
د ملی امنیت شورا د دفتر په رپوت، حمدالله محب د ملی امنیت سلاکار نن سه شنبی(د حمل۲۴) د روژی میاشت د را رسیدو به مناسبت د خپل پیام کی وایی چی پر افغانانو باندې کلونه کېږي چې په يوه او بل نامه جګړه تحميل شوې ده او کلونه کېږي چې همدا ناروا جګړې د سر او مال قربانۍ ترې اخلي.
محب زیاته کړه: د افغانستان مسلمان ولس سلګونه کاله کېږي چې اسلامي ارزښتونه پالي او د تاريخ په اوږدو کې يې تر نورو پورې هم رسولي دي. نن هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د دې خاورې د تاریخ وارثان دي د خپل ولس او خاورې د ساتنې لپاره مبارزه کوي او وطنوالو ته ډاډ ورکوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو د امنیت د تامین په موخه لا هڅې وکړي.
پر افغانانو باندې کلونه کېږي چې په يوه او بل نامه جګړه تحميل شوې ده او کلونه کېږي چې همدا ناروا جګړې د سر او مال قربانۍ ترې اخلي.
د دغې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د خاورې او خلکو پر دښمنانو چې ځان ته مسلمانان وایي غږ کوو چې نور دې د افغان مسلمان ولس له وژنې او د هېواد له ورانولو لاس واخلي او پرژږدي چې افغانان خپلې اسلامي فریضې او عبادتونه په ارامه فضا کې تر سره کړي.


کد خبر: 4845